۱۳۸۸ مرداد ۲۴, شنبه

دا وطن داسې نه جوړيږي


د ١٣٨٨لمريز کال د غبرګولي په مياشت کې د ټولټاکنو خپلواک کميسون اعلان وکړ چې موږ د ولسواليو او ښاري حوضو لپاره خپل استازي نيسو چې د DFC په نامه سره ياديږي
زه هم د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي د څلورم کال زده کړيال (محصل )وم فکر مې وکړ چې لس ورځې وروسته د پوهنتون څخه فارغيږې نو تر څو چې ديپلوم راځي تر هغې به دغه دنده پر مخ بوځم خو خير په هر حال د ازموينې ځاى ته ورغلم او ازموينه مې ورکړه په پاى کې راته وويل چې د کاميابيدو په صورت کې موږ تاسې ته خبر درکوو
د چنګاښ مياشت نمايئ ته ورسيده ولې هيڅ په پائيله پوه نه شوم نو د ځان سره مې وويل چې ګواکې هغوي به پوه او تکړه کسان نيولي وي ستا څخه به يې د امتحان پاڼه ښه ډکه کړي وي بيا مې وويل چې نه ستا د ازموينې پاڼه خو ډيره ښه وه ،په پيژاند پاڼه (cv)کې دې د کمپيوټر او انګلسي ژبې په اړوند معلومات هم ورکړي وه ،په پوهنتون کې هم د ممتازو زده کوونکو د ډلې څخه وې خو څه سر به دې خوږوم د ټولټاکنو ادارې ته ورغلم او د ازموينې په اړوند مې پوښتنه ترې وکړه
هغوي راته وويل چې يوه اوونۍ مخکې مو کسان نيولي زه هم پرته د څه وويلو کور ته راغلم
دوه اوونۍ وروسته د د ټولټاکنو خپلواک کميسون اعلان وکړ چې موږ د درې بستونو لپاره خلک نيسو نو د مرکز رئيس دويم د محل رئيس او دريم د کارت ليکنې مامور
ما لاتردې دمه کومه دنده نه وه پيدا کړې نو د بې کارۍ څخه دا راته غوره ښکاره شوه لاړم او يو ځل بيا مې خپل اسناد ورکړل د اوموينې لپاره يې راوغوښتلم ازموينه مو ورکړه وروسته د مرکې (interview (لپاره هم ورغلم او ډير ښه ځوابونه مې ورکړل په دريم ځل يې د دندې د مشخص والي لپاره راوغښتلو چې ورغلم په دريمه درجه يعنې د کارت ليکنې د مامور په حيث يې زما نوم ليکلې وه ما هم قبوله کړه ولې کله چې مې څو ورځې وروسته د پآسنيو کسانو سره پيژندګلوي وشوه نو ډير زيات ما يوسه شوم
ځکه چې زما پر سر يعنې د محل رئيس مو د ويترنرې د پوهنځي ددويم کال زده کړيال (محصل) وه او د هغه تر سر يعنې د مرکز رئيس يو پخولنې بکلوريا( دولسم پاس) وه او DFC يې په همدې بڼه فرض کړه
نو اوس تاسې فکر وکړۍ چې په هغه ټولنه کې د علميت پر ځاى روابطو ته د لومړيتوب حق ورکول کيږي ،د پوهو پر سر ناپوهه او ډاکټر د مامور او معلم د ډاکټر پر ځاى مقررول روان وي نو اخري پائيله به يې څه وي
ايا دا وطن به په همدې شکل جوړ شي ؟ بلکې نه هيڅ کله نه



ليکونکې نثار ا حمد مصلح